د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د قطر له شارژدافیر دکتور مُردِف القاشوطي سره کتلي دي.
په دې ناسته کې د افغانستان او قطر د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او نورو موضوعاتو بحثونه شو ي دي.
دې کتنه کې همدارنګه د قطر پر بشري او نورو مرستو هم خبرې اترې وشوې.
بهرنیو چارو سرپرست وزیر په داسې حال کې د قطر له شارژدافیر سره کتلي، چې تازه د کورنیو چارو سرپرست وزیر هم ابوظبي کې د عرب اماراتو له لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.