د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراجالدين حقاني د بدن ښکلا د مډال ګټونکي ورزشکار عليرضا اساهي مړينه يې د هېواد لپاره لویه ضايعه بللې ده.
د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق په خپل اېکس ليکلي، چې ښاغلي حقاني د اساهي له کورنۍ سره د غمشريکۍ په موخه يو پلاوی هم لېږلی دی. عليرضا اساهي د بدن ښکلا یو له تکړه افغان ورزشکارانو څخه و، چې د خپلو سیالیو له لارې یې د افغانستان لپاره ګڼ مډالونه او ویاړونه راوړي وو.

