د هرات د اسلام کلا بندر سیمه کې د موټرونو د بارونې او تشونې په پار ۵۰۰ جریبه ځمکه بېلېږي.
د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار ددې موضوع د څېړنې په پار د ولایت د بېلابېلو ریاستونو له رییسانو سره ناسته کړې ده.
په دې ناسته کې د شیخ اسلامجار له لوري د ځمکې د لېږد، پلان او تدارکاتي پړاوونو ارزونه شوې او اړوندو ادارو خپل اندونه او طرحې د خصوصي سکټور له لارې له والي سره شریکې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري په ګڼو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو په پار زر ـ زر جریبه ځمکې ځانګړې شوې.

