د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ په یوه سیمه کې د (فکر رغونې) په نوم یو عامه کتابتون پرانیستل شوی.
د مسوولینو له انده چې دې کتابتون کې شاوخوا زر ټوکه بېلابېل کتابونه اېښودل شوي او په راتلونکې کې به دا شمېر لا لوړه شي.
د سیمې ځوانانو ویلي چې ددې کتابتون جوړولو موخه ځوانان کتاب لوستنې ته هڅول، د فکرونو مثبته وده، او د هغوی لپاره سالمې بوختیا برابرول دي.

