ډېر لوستل شوي

پارون کې دولتي موټرو ته تمځای جوړ شو

د نورستان امنیتي مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د دولتي موټرونو خوندي ځای او د درونې په پار یو تمځای جوړ شوی دی.
د نورستان امنیه قوماندان مل پاسوال مفتي محمد یوسف جمالزي ویلي، چې د یادې قوماندانۍ په انګړ کې د دولتي وسایطو د تنظیم او خوندیتوب په موخه د ۵ میلیونه ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت یو تمځای جوړ او د ولایتي مسوولینو په شتون کې ګټې اخیستو ته سپارل شوی دی.
ښاغلي جمالزي زیاته کړې چې ددې تمځای جوړېدل به ګڼه ګوڼه کمه کړي اوهمدارنګه به د وسایطو په نظم کې مرسته وکړي.

اړوند خبرونه