د ننګرهار د شهيدانو او معلولينو چارو رياست وايي، چې د يوې خيريه مؤسسې په همکارۍ ۲۵۰ مستحقو معلولينو ته يې ويلچرونه ورکړي دي.
د يو بل خبر له مخې د پکتيکا ولايت اړوند رياست هم په ۱۸۰ مستحقو معلولينو ويلچرونه وېشلي دي. ياده دې شي، چې په دواړو ولايتونو کې د دې بشردوستانه اقدام په ترڅ کې هر معلول ته د لارې کرايې لپاره ۱۰۰ افغانۍ هم ورکړل شوې دي.

