د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمریت مسوولینو ویلي چې د روان کال له پیله ۱۶ سیاحتي او د خدمتونو د ثبت مرکزونو ته د فعالیت قانوني جواز ورکړل شوی دی.
ددې مرکزونو له فعالیت سره ۵۰ تنو ته کارموندنه شوې او د لوګر اوسېدونکو ته ګڼې اسانتیاوې هم رامنځته شوي دي.
یاده دې شي چې دمګړۍ لوګر کې ټولټال ۲۹ سیاحتي مرکزونه فعال دي.