د ايران مذهبي مشر ايتالله علي خامنهاي د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وړانديز، چې ايران دې د اټومي وسلو جوړولو لپاره مذاکراتو ته چمتو شي، رد کړی دی.
د ايران تسنيم خبرې اژانس يوه ويډيو خپره کړې، چې خامنهاي ډونالډ ټرمپ ته په اشارې ويلي، “د يو شمېر حکومتونو پر خبرو اترو د ټينګار موخه د ستونزو حل نه؛ بلکې د خپلو غوښتنو منل وي. ” ډونالډ ټرمپ تېره جمعه (د کب ۱۷مه) ویلي و، چې نوموړي خامنهاي ته یو لیک استولی او تهران یې د نوې اټومي وسلو خبرو اترو لپاره بللی دی.

