شمالي کوريا په رهبري شويو راکټونو سمبال اټومي اوبتل نندارې ته وړاندې کړ.
د پیونګ یانګ دولتي اژانس د اټومي اوبتل د انځورونو په خپرولو سره ويلي، چې د دغه اوبتل د جوړېدو له پروسې کيم جونګ اون هم ليدنه کړې ده. کارپوهانو اسوشېټډ پرېس ته ويلي، چې ياد اوبتل له شپږو تر اووه ټنو په وزن سره د لس اټومي توغنديو د لېږد وړتيا لري.

