د لوړو زدهکړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي ویلي چې په روان کال کې به د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسې لپاره د لیلیې ودانۍ جوړه شي. د نوموړي په قول، د لیلیې پر دې ودانۍ ۹۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې له وړاندې ورته منظورې شوي دي.
ویل کیږي چې دا لیلیه د زرو تنو زده کړیالانو د اوسېدو ظرفیت لري.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم د اسلامي امارت د زعیم له لوري د نورستان د لوړو زده کړو موسسې په پار ځمکه ځانګړې شوې وه.

