د ټولګټو سرپرست وزیر ملا محمدعیسی ثاني خوست ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له یو شمېر پلونو کتنه کړې ده.
د ټولګټو سرپرست وزیر ګربزو ولسوالۍ کې د بورې خېلو له پله او د میدانې او باړې له پلونو کتنه کړې چې په دې وروستیو کې د سېلابونو او سختو ورښتونو له کبله ویجاړ شوي وو.
نوموړي دا پلونه د افغانستان د ټرانزیټ په برخه کې مهم بللي او ویلي یې دي، چې د يادو پلونو د ترميم کار په پلان کې شامل دی او چارې یې پیل شوي دي.
د یاد سفر په ترڅ کې سرپرست وزیر د خوست د ټولګټو ریاست چارې یې ستایلي دي.
د ټولګټو سرپرست وزیر ولایتې ادارې ته سپارښتنه کړې چې د هېوادوالو د چوپړ په پار دې له هېڅ هڅې درېغ نه کوي.

