د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په يوې ولسي ناسته کې ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د افغانستان په ټوله جغرافیه واکمن دی او د دې خاورې يوه ډبره هم د پرديو په لاس کې نه ده.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د پلازمېنې کابل کوهدامن سيمې اړوند قومي مشرانو له ښاغلي نوري سره د ناستې پر مهال ويلي، په افغانستان کې اسلامي نظام او سرتاسري امن دی او په خبره يې، چې هيڅ چا ته د دې اجازه نه ورکوو؛ تر څو شته امنيت اخلال کړي.
د ښاغلي نوري په خبره وزارت هڅه کوي، چې د هېواد له بېلابېلو قومونو او قبايلو سره اړيکې ټينګې وساتي، د هغوی غوښتنې واوري او د يووالي فضا لا پياوړې کړي.

