ډېر لوستل شوي

د ناسمو دودونو مخنیوی مو ټولنیز مسوولیت دی

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم د دغه وزارت رییسانو، آمرینو، مدیرانو او خدمتي کارکوونکو ته د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله د وروستي توشیح شوي فرمان د عملي کېدو په تړاو اهمیت بیان کړی دی.

د ياد وزارت وياند حافظ ضياءالله هاشمي د ښاغلي نديم په حواله ويلي، چې د ودونو، خېښیو، مصیبتونو او له حج او عمرې راستنېدو پر مهال د ناسمو دودونو مخنیوی اړین دی او د اسلامي مارت زعيم امیرالمؤمنین حفظه‌الله توشیح شوی فرمان باید عملي شي.

شيخ نداء محمد نديم ټینګار کړی، چې د دې فرمان په پلي‌کېدو سره به په ټولنه کې ګڼې ستونزې حل شي، او زیاته کړې ده، چې دغه فرمان بايد پر ځان عملي او نورو ته يې د پلي‌کېدو سپارښتنه وکړو.

د لوړو زده‌کړو سرپرست دغه راز د اسلامي شرعيت له مخې، د امير اطاعت واجب ګڼلی او ويلي دي، چې ټول بايد د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله فرامينو په عملي کولو کې مکلف يو.

اړوند خبرونه