ډېر لوستل شوي

د نشه یي توکو ۱۵ کاروباریان نیول شوي

کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په خوست، زابل، فراه، پکتیا، بلخ، نیمروز او کندوز ولایتونو کې د نشه‌یي توکو ۱۵ کاروباریان نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، له دغو کسانو څخه ۵ کیلو ګرامه تریاک، ۲ کیلو ګرامه چرس او یوه اندازه نشه‌یي ګولۍ ترلاسه شوې دي.

یاده دې شي چې د کورنیو چارو تر چتر لاندې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معاونیت په ټول هېواد کې د نشه یي توکو پر وړاندې جدي مبارزه کړې ده.

اړوند خبرونه