د افغانستان د اسلامي امارت د سترې محکمې رييس شیخ عبدالحکیم حقاني د هېواد لويدیځو ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ ګې د یوه لوړپوړي قضايي پلاوي په مشرۍ هرات ته سفر کړی دی.
د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، په دې سفر کې ښاغلي حقاني د هرات له والي شیخ مولانا اسلامجار او د دغه ولایت له قضايي مسوولينو سره کتلي دي.
د دې لیدنې پر مهال د هرات د محاکمو د فعالیتونو، حقوقي او قضايي مسائلو په تړاو خبرې شوې او دغه راز له ځايي مسوولينو سره يې د قضايي بهیرونو ارزونه هم شوې ده.
د هرات ولايت والي د قضايي ادارو ترمنځ په همغږۍ ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې د هېوادوالو حقوقي ستونزو ته دې پر وخت رسېدنه وشي.
د ويلو ده، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د قضايي پیاوړتیا، د شرعي عدالت ساتنه او د حقوقي چارو منظم بهیر ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

