د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې د اسلامي مارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله د فرمان په بنسټ په کندهار کې د حاجيانو معلمينو ته په لار اچول شوی رونيز سيمينار په لوړ مسلکي معيار سره دوام لري.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې سيمينار کې معلمينو ته د حج مناسکو، د حاجيانو د سمې رهبرۍ، اداري همغږۍ او د حج د بېلابېلو پړاوونو اړوند مهم او تخصصي درسونه وړاندې کېږي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شيخ نورمحمد ثاقب په ورځني توګه د سيمينار بهير ارزوي او دغه راز په دې پروسه کې د معلمينو پر زدهکړو ټينګار کوي. ښاغلي نوري له معلمینو غوښتي، چې حاجیان د دې روحیې پر درک پوه کړي؛ تر څو هغوی وکولای شي د حج له حقیقي روح او پیغام څخه بشپړه ګټه واخلي.

