ډېر لوستل شوي

ارزګان کې د کورني تاوتریخوالي عامل په اووه کاله بند محکوم شو

د ارزګان د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او د شکايتونو اورېدلو رياست محتسبينو په دهراوود ولسوالۍ کې يو کس له خپلې مېرمنې سره د تاوتريخوالي په تور په اووه کاله بند محکوم کړ.

د ياد رياست د معلوماتو له مخې، چې دغه کس د خپلې مېرمنې د څلور کاله زنداني کېدو ترڅنګ د خپلو درېيو ماشومانو د مړينې په قضيه کې هم تورن بلل شوی دی.

د دهراوود ولسوالۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر امر مولوي سردار محمد مزمل وايي، دا پرېکړه د ولسوالۍ د محکمې له لوري شوې او تورن کس به خپل سزا تېروي.

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او د شکايتونو اورېدلو وزارت په وروستیو کلونو کې د ټولنيزو ستونزو، فساد او تاوتریخوالي پر وړاندې خپل تمرکز ډېر کړی، او کورنۍ تاوتریخوالو ته يې ځانګړې پاملرنه کړې ده.

اړوند خبرونه