ډېر لوستل شوي

تخار کې یو کس له تښتوونکو ژغورل شوی 

کورنیو چار وزارت د تخار په «درقد» ولسوالۍ کې د انسان‌تښتوونکو له منګولو د یو کس د ژغورل‌کېدو خبر ورکړی. 

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا کس په درقد ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ژغورل شوی او په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي. 

 د خبرپاڼې چې ژغورل‌ سړی د کندز په دشت‌ارچي ولسوالۍ کې تښتول شوی او له کورنۍ څخه یې د ۵۰ زره ډالرو غوښتنه شوې وه.

سرچینې لیکلي چې له نیول‌شویو کسانو څخه څېړنې پیل شوې دي.

تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه کسان د انسان‌تښتوونکو له منګلو ژغورل شوي وو.

د ویلو ده چې په افغانستان کې ډېری کسان د پیسو لپاره تښتول کېږي، او د پیسو د نه‌ترلاسه‌کېدو په بدل کې ځینې د تښتوونکو لخوا وژل کېږي.

اړوند خبرونه