ډېر لوستل شوي

یونیسف د لوګر د پوهنې له ریاست سره د ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د توکو مرسته کړې

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو له یاد ریاست سره د «یونیسف» له لوري د ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د درسي توکو د مرستې خبر ورکړی دی. 

د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسف په دې مرسته کې کتابونه، اداري توکي، تدریسي او توکي، مارکونه او رنګونه شامل دي. 

د سرچینې په وینا چې د دې مرستې وېش د لوګر مرکز او یو شمېر ولسوالیو په ښوونځیو کې پیل شوي، او ټول ټال به د ۲۸۸ ښوونځیو په ۲۰۰۳ ښوونکو او ۵۱ زره ۳۰۰ زده‌کوونکو ووېشل شي.  

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو همداراز ویلي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) په دې مرستې به د ښوونکو او زده‌کوونکو ستونزې تر ډېره حل شي. 

په ورته وخت کې د لوګر د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو له یونیسف څخه د دې مرستې په خاطر مننه کړې، خو په یاد ولایت کې د ځینو ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده. د ویلو ده چې یونیسف تر دې مخکې هم په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستې کړې دي.

اړوند خبرونه