ډېر لوستل شوي

بلخ کې ۱۴ درملتونونه او کتنځایونه تړل شوي

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د بلخ او دایکندي د عامې روغتیا ریاستونو هلته له یو شمېر درملتونونو او د خوراکي توکي له پلورنځیو څارنه کړې ده.
د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا نظارت د یادو ریاستونو د څارنې او پلټنې ټیمونو له لوري شوی چې په پایله کې یې په بلخ کې درې درملتونونه، درې لابراتوارونه، شپږ کتنځایونه، یو زېږنتون او یو پلورنځی له روغتیايي قوانینو د سرغړونې له امله تړل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې څارنې په پایله کې د دایکندي ولایت له درملتونونو څخه ۶۰ قلمه تاریخ‌تېره درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته لېږدول شوي دي.
تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې له روغتیایي قوانینو د سرغړونې له امله لسګونه درملتونونه او کتنځایونه تړل شوي وو.

اړوند خبرونه