منځنی ختیځ یوازې د اسیا لویې وچې لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره حیاتي ارزښت لري. دغې سیمې په تاریخې لحاظ د نړۍ په معادلاتو کې د پام وړ ونډه لرله. د منځنۍ ختیځ د نوم په اورېدو ډېرو خلکو ته یوه نامشخصه او مبهمه جغرافیوي ساحه دریږي. رښتیا هم د تاریخ په اوږدو کې منځني ختیځ ټاکلې پولې نه لرلې او حتی تر نن پورې دا سیمه مشخصاَ تعریفېدلی نه شي. د تېر په څېر نن هم د منځني ختیځ سوکالي او ارامي ډېره مهمه ده او همدا ستراتیژیکه او جیوپولټیکه سیمه ده چې د نړۍ درې لویې وچې یې سره نښلولي دي. د اقتصادي او سیاسی ارزښت ورهاخوا دا سیمه خورا لوړ مذهبي، تاریخي او کلتوري ارزښت هم لري. د هرمز تنګي او سویس کانال په مټ دې سیمې درې قارې سره نښلولي او همداشان د ټولو اسماني ادیانو نږدې ټول مقدس ځایونه په همدې خطه کې دي. په دې سیمه کې د تاریخ ډېرې جکړې او کړکېچونه رامنځته شوي چې زیاترو یې مذهبي رنګ درلود.
دا سیمه پېړۍ پېړۍ د مسلمانانو د برم او د اسلام د خپرولو اصلي منځۍ(مرکز) وه. اسلامي خلافتونه، اسلامي امپراتورۍ او ګڼ اسلامي پاچایان د همدې خاورې په برخه رسېدلي دي، خو بدخبتانه د عثماني خلافت په نړېدو سره مسلمانان په لسو او سلو نومونو ووېشل شول؛ د بېلایېلو دسیسو لاندې واړه واړه اسلامي هېوادونه رامنځته او مسلمانان یې یو بل ته غوښه او چاړه کړل. دا هېوادونه نه یوازې د کفر په لومه کې ولوېدل، بلکې لاس او پښې یې هم وتړل شوې او په فلسطینۍ خاوره کې دننه د یوه یهودي هېواد د ایجاد هڅه وشوه. د شلمې پېړۍ له پیله د برېتانیې، امریکا، فرانسې او نورو هېوادونو له لوري فلسطینیان په خپل کور کې بې کوره او د کور قباله یې نابللي مېلمه ته په لاس ورکړای شوه. له بده مرغه په همغه پېر کې د اسلامي هېوادونو کورنی او بهرنی استقلالیت و تروړل شو. د همغې بدبختۍ راهیسې تر ننه د امریکا او لوېدیځ په لاس رامنځته شوي عربي هېوادونه نه خپل ټوپک لري، نه ګردنۍ. حتی د خپل ځان دفاع په هغو وسایلو کوي چې دوښمن ورته جوړې کړي وي.
د منځني ختیځ معضله او اور به تر هغې نه مړ کیږي، ترڅو فلسطینۍ خاوره ازاده نه شي او نابللی مېلمه بېرته ونه کوچیږي. غاصب رژیم په تېرو ۷۷ کلونو کې هغه نادودې کړي چې د بشر په تاریخ کې لږې یا حتی نه دي تکرار شوي. په تېرو دوو کلونو کې پرلپسې بمباري، ځمکنی اشغال او د فلسطین هر ډول ربړولو نړۍ ته د یهودو معصومه نه، بلکې وحشي څېره وروښوده. دمګړۍ فلسطین ته یو خورا زرین چانس په لاس ورغلی او د صهیونېست رژیم د رټنې او لوېدنې ښه خبر. په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې له اشغالګر رژیم څخه هغه ملاتړي هم په شا شوي چې د غاصب رژیم ګردنۍ ته یې کارتوس او ټانک ته یې تېل ورکول. د برېتانیې، فرانسې او جرمني په ګډون نورو هېوادونو تر ډېره د صهیونېست رژیم مالي ملاتړ او ننګه کوله؛ خو نن په خپلو کړو پښېمانه او د فلسطین په رسمیت پېژندنه کې تر نورو لومړي شول. صهیونېست رژیم په خپل ایجاد شوي ۷۷ کلن بهیر کې هېڅکله دا ډول له سیاسي انزوا او اقتصادي بحران سره نه وو مخ شوي، لکه نن چې مخ دي. همدارنګه ښایي د تاریخ په اوږدو کې په دومره نړیواله کچه فلسطین خپل ملاتړي نه وي پيدا کړي لکه نن سبا یې چې لري. د امریکا د اوسمهالې ادارې برحاله چارواکي د اسرائیلو په ملاتړ خوښ نه دي او مخامخ خپل مشر(ډونالډ ټرمپ) قاتل او د جګړو پیلګر بولي. دا اوس هم په نااسلامي هېوادونو کې ګڼ ځوانان او پېغلې د خپل وجدان او بشرپالنې د احساس له مخې لویو لارو ته راوځي او د فلسطین په ننګه خپل غږ پورته کوي. وړاندې مو وویل چې نړۍ اوسمهال د فلسطین ننګې او د اسرائیلو نفرین ته رادانګلي دي. د ملګرو ملتونو د غونډې په ترڅ کې برېتانیې، فرانسې، کاناډا، اسټرالیا او ګڼو نورو اغېزمنو هېوادونو د فلسطین هېواد پر رسیمت وپېژانده او د اسرائیلو د اوسني رژیم غوسه یې راپاروله. دا هغه هېوادونه مخکې د اسرائیلو نږدې متحدین بلل کېدل. د فلسطین په سیاسي بري خپله د فلسطین اوسېدونکي او د فلسطین پوهان هم په یوه خوله دي. یوه پخواني فلسطین چارواکي ویلي چې فلسطین هېڅکله دومره نړیوال ملاتړ نه و خپل کړی، لکه نن یې چې لري. دا مهال له ملګرو ملتونو سره د ثبتو ۱۹۷ هېوادونو له ډلې شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو فلسطین پر رسمیت پېژندلی دی.
د فلسطین د رسمیت پېژندنې چټکې لړۍ یو څه اندېښنې هم له ځان سره لري او هم ددغه هېواد د راتلونکي په تړاو فضا یو څه مبهمه ده. لومړی دا چې په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو ترڅنګ د یوه عملي فلسطین لیدل او رامنځته کېدل اړین بلل شوي. مانا اوسنۍ رسمیت پېژندنه د «دوو دولتونو د پایښت شونتیا» پیلیزه لړۍ ده چې په یوه خاوره د دوو هېوادونو د رامنځته کېدو او تلپاتې سوله برخه یې ګڼلی شو. د برېتانیې لومړي وزیر د فلسطین د رسمیت پېژندنې پرمهال ویلي چې دا ګام یې منځني ختیځ کې د زیاتېدونکي کړکېچ په پار کړی او دا ددې لپاره شوی چې د دوو دولتونو د رامنځته کېدو شونتیا ته ورسیږو. صهیونېست رژیم له پیله له نړۍ سره خپل مخالفت ښکاره کړی او په خبره یې هېڅکله په خپله خوا کې د فلسطین دولت نه شي لیدلی. نوموړي د برېتانیا، پورتګال، اسټرالیا او کاناډا له خوا د فلسطین رسمیت پېژندنې ته په اشارې ویلي چې د اسرائیلو برخلیک په لندن او پارېس کې نه شي ټاکل کېدلی؛ بلکې په بیت المقدس کې به ټاکل کیږي. همدارنګه د اسرائیلو لوی ملاتړي امریکا هم ویلي چې د برېتانیا له لومړي وزیر سره د فلسطین په موضوع کې اختلاف لري. د صهیونېست رژیم عسکر لا هم د غزې په لوېدیځه غاړه کې د ځمکو پر نیولو او د خلکو پر اېستنې بوخت دي او دا چاره یې دوه چنده ګړندۍ کړې. بلخوا لندن اسرائیلو ته خبرداری ورکړی چې د هر ډول غچ اخیستونکي اقدام پایلې به بدې وي او دوی ته یې په ګواښمنه ژبه ویلي چې د فلسطین د لوېدیځ د اشغال هڅه دې نوره نه کوي.
د فلسطین د راتلونکي حکومت بڼه او برخلیک به څنګه وي؟
یوه یادونه باید په لومړیو کې وشي چې د هېوادونو له لوري یوازې سېبمولیکه فلسطین پېژندنه ګټه نه کوي؛ بلکې دوی باید د نوي حکومت منلو او همکارۍ ته راودانګي. بدبختانه د فلسطین لوېدیځه غاړه د یوې بې وسې ادارې له لوري اداره کیږي چې مشر یې محمود عباس دی او د صهیونېست رژیم وحشت ته د یوه بې وسه نندارچي په توګه ګوري. اوسمهال فلسطین د یوه خپلواک حکومت جوړونې له ستونزې سره مخ دی. نامشخصې پولې، ځمکنۍ بشپړتیا، مالومه جغرافیه او د وګړو شتون هغه ارکان دي چې د حکومت رامنځته کول یقیني کوي؛ خو غاصب رژیم له فلسطین څخه نږدې دا ټول تروړلي دي. د یوه خپلواک فلسطین مسله هغه وخت لا جدي شوه چې صهیونېست رژیم د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې یرغل پیل کړ. په فلسطین کې د یوه خپلواک حکومت د نه رامنځته کېدو یوه وجه دا ده چې ددې سیمې وګړي تل په مبارزه کې پاتې شوي دي او له خپل ارزلي دوښمن(یهودو) څخه د خپلې ټولې خاورې د ازادۍ هڅې کوي. د اسرائیلو له ایجاد سره سم په دې خاوره کې بېلابېل غورځنګونه راوټوکېدل او تر وسه وسه یې اسرائیلو ته سرخوږی جوړ کړی و.
د اوربند او سولې ناکامو تړونونو او غاصب رژیم وحشتونو هېڅکله هم په فلسطین کې یوه برحاله او پایښت لرونکي حکومت ته اجازه نه ده ورکړې. یاده دې شي چې د فلسطین په نوي حکومت کې به د حماس غورځنګ غړي نه وي او حماس په خپله هم ویلي چې دوی د راتلونکي حکومت برخه نه دي. همدارنګه محمود عباس د نورو له لوري ټاکل شوی سېمبولیک مشر دی چې عمر یې هم له ۹۰ کلونو اوړي او ښایي راتلونکي حکومت کې کومه څوکۍ ونه لري. د فلسطین د راتلونکي حکومت د مشرۍ یو غوراوی د مروان برغوثي په نوم د یوه فلسطیني مشر راڅرګندېدنه ده. که څه هم دی لا هم د اسرائیلو په زندان کې دی او د فتح غورځنګ غړی دی چې له حماس سره یې وخت ناوخت نښتې هم کړي دي؛ خو ډېره شونتیا شته چې پر برغوثي ټول فلسطینیان راټول شي.
د فلسطین په لوېدیځه غاړه کې شوې یوې ټولپوښتنې ښودلې چې ۵۰ سلنو فلسطینیانو منلې چې برغوثي دې یې ولسمشر شي. دا شونتیا شته چې حماس غورځنګ به د اسرائیلي یرغملو په تبادله کې د برغوثي د راپرېښودو غوښتنه وکړي. تازه محمود عباس نیویارک کې د ملګرو ملتونو سرمشریزې ناستې ته چې کوربتوب یې له ریاض او واشنګټن سره دی، ویلي چې د سولې او اوربند په صورت کې به د ولسمشریزې څوکۍ په پار ټاکنې وشوې. پر نوموړي او د فلسطینیانو پر مشرانو دې غونډې ته پر ورتګ بندیز لګېدلی دی. عباس پرلیکه دې غونډې ته ویلي چې د جګړې تر درېدو وروسته به ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې کیږي. ده همداشان د هغو دریځونو ملاتړ کړی چې ګویا فلسطین دې د ملګرو ملتونو دایمي غړی هېواد شي. بل خوا، حماس خپله منلې چې غواړي خپلې وسلې یوې تخنیکي او خپلواکې فلسطینۍ ادارې ته تسلیم کړي.
پایله:
د اسرائیلو او د امریکا له مخالفت سره سره د ملګر ملتونو درې پر څلورو هېوادونو د فلسطین رسمیت پېژندنې ته غاړه کېښوده. په تاریخي لحاظ فلسطین هېڅکله په اوسنۍ کچه مشروعیت او نړیواله خواخوږي نه وه لرلې. برعکس اسرائیل ورځ په ورځ په کوردننه او دباندې خپل ملاتړي بایلي او په سیاسي انزوا محکومیږي. اوسمهال شاوخوا سلو هېوادونو له اسرائیلو سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پرېکړي کړي دي. فلسطینیان له اوسني زرین چانس کولی شي چې د یوه پیاوړي فلسطین په جوړولو کې ګټه پورته کړي. نړیوال هم باید خپل ملاتړ یوازې تر رسمیت پېژندنې محدود نه کړي، بلکې د بشرپالنې او بشرحقونو دعوه دې د فلسطین په لاسنیوي کې ثابته کړي. اسلامي نړۍ نوره باید له خواږه خوبه راویښه شي او خپلمنځي اخوت ته کار وکړي. که د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اسلامي اخوت حس وای، نن به د فلسطین دا حالت نه و. هیله شته چې فلسطینیان یو پياوړی هېواد جوړ او نور د خپل برخلیک سکه په بله واړوي.
#امیدراډیو

