د پاکستان له رامنځته کېدو تر ننه پورې د افغانستان او هغه هېواد اړیکې تل پر یوې باریکې او نرۍ پولې ولاړې وې. د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ترینګلتیا د ملامتۍ ګوته هېڅ وخت افغانستان ته نه شي نیول کېدای؛ بلکې اوبه همېشه له دوی راخړې شوي دي او د یاد هېواد حکومت تل غوښتي چې د افغانستان په ناامني او ویجاړۍ کې خپلې ګټې ولټوي. د افغانستان او پاکستان ستونزه یوازې د فرضي کرښې د هغې غاړې پر خاورې نه ده؛ بلکې دا په ځلونو ثابته شوې چې پاکستان هېڅکله په خپله خوا کې یو باثباته او په خپلو پښو ولاړ افغانستان نه دی غوښتی. له لسیزو راهیسې افغانستان تل پاکستان ته د ښو اړیکو او ګډې همکارۍ لاس ورغځولی، خو په ځواب کې یې اسلام اباد د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې ته لومړیتوب ورکړی دی. یاد هېواد هېڅکله له کابل سره د غوره اړیکو نیت نه دی څرګند کړی او هر ځل یې افغان مسوولینو ته په خوږو کې ترخه ورکړي. که یې یو څه نور واضحوو، نو کولی شو ووایو چې د افغانستان په ویجاړي او دربدري کې د پاکستان پټه ګټه شته او د افغانستان په ابادي او پرمختګ کې یې زیان.
دا یوازې اسلامي امارت نه دی، چې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې اسلام اباد سره د ښو اړیکو او د ګډ باور د رامنځته کېدو هڅې کوي؛ بلکې تر دې پخوا د افغانستان نږدې هر مرکزي حکومت هڅه کړې، اسلام اباد سره غوره اړیکې ولري او د فرضي کرښې دواړو غاړو ته پرتو ولسونو ته یو ډول حقونه ورکړي. اسلامي امارت نه یوازې د پاکستان پر وړاندې، بلکې د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو پر وړاندې هم یو ډول بهرنۍ تګلاره او سیاست غوره کړی او د هر ډول نهزیان ډاډ یې څرګند کړی دی. افغان حکومت په ځلونو ویلي چې اوسنی حالت د هېڅ هېواد په ګټه نه دی او تل یې پر یاد هېواد غږ کړی چې اړیکې عادي کړي او له خنډونو ایجادولو لاس پر سر شي. افغانستان د پاکستان تر څنګ له ټولو ګاونډیو، سیمې او د نړۍ له هېوادونو سره حسنه او پر ګډې همکارۍ ولاړې اړیکې غوښتي. د کابل ـ اسلام اباد غوره ډیپلوماسي او باوري همکاري د دواړو هېوادونو په ګټه ده او د دواړو هېوادونو اقتصاد، امنیت او عمومي وضعه ورسره بهترېدای شي.
درې ورځې وړاندې پاکستانیو الوتکو بیا ځلې د افغانستان پر خاوره بمبار وکړ او د افغانستان هوایي حریم یې مات کړ او په پکتیکا کې یې د ملکي وګړو د بازار یوه برخه لوټې لوټې کړه. د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت ګواښ وکړ چې نور دې یاد هېواد د افغانانو زغم نه ازمایي او د یادو کړنو د هر ډول بدو پایلو ځواب ویونکی سلام اباد دی. د پخوا په څېر افغان ځواکونو یو ځل بیا د خپلې خاورې دفاع ته راودانګل او تېره شپه یې له چترال تر نیمروزه د ټولې ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستانیو عسکرو مرکزونه او پوستې په درنو او سپکو وسلو وویشتې. افغان ځواکونو د پاکستان ۲۲ پوستې په ډېرې اسانۍ ونیولې او د یاد هېواد لسګونه سرتېري یې ووژل او ټپيان کړل.
د شنونکو پر باور د پاکستان له جوړېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې افغان ځواکونو پر پاکستاني لوري منظم ځوابي برید وکړ. پر افغان خاورې د پاکستان تېري او لاسوهنې نننۍ نه دي؛ بلکې څو لسیزې پخوانۍ دي چې د افغانستان مرکزي حکومتونو به یوازې غندلې او د یاد هېواد هره ناروا به یې په سړه سینه تېروله؛ خو پاکستان په لومړي ځل له دومره ستر غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ کیږي.
د افغان پوځ له لوري بېګني بریدونه د سعودي عربستان او قطر په غوښتنه ودرېده. ملي دفاع وزارت وویل، که پاکستان بیا ځلې د افغانستان هوایي حریم نقض کړ؛ له ورته ځوابي او غاښ ماتوونکي ځواب سره به مخ شي. پر پاکستانیو پوځیانو د افغان ځواکونو تر بریالیو عملیاتو وروسته د افغان حکومت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد یو خبري کنفرانس راوغوښت او په دې ناسته کې یې د رسمي پولو او فرضي کرښو وضعیت د ډاډ وړ وباله. ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې د افغانستان په ټوله جغرافیه کې کوم ګواښ نشته او نه هم له تېرو اتو میاشتو راهیسې کومه د پام وړ پېښه رامنځته شوې ده. نوموړي په افغانستان، ایران او مسکو کې وروستۍ پېښې له فرضي کرښې هاغاړې وبللې او په وینا یې داعشي پدیده د ډیورنډ فرضي کرښې هاپلو راټوکېدلې ده. د ښاغلي مجاهد په وینا پاکستانی پوځ په داعشي خوارجو نړۍ ګواښي، پټنځایونه لري او آن پاکستان پرې خپل خلک او دیني علماء کرام هم وژني. نوموړي د داعشي پدیدې په تړاو په څرګندونو کې وویل: «موږ ته د کره ثبوتونو د رسېدو او دقیقو استخباراتي معلوماتو له مخې، په تهران کې د سردار سلیماني په تلین ترسره شوی برید، په مسکو کې ترسره شوی برید له همدې مراکزو څخه پلان، تنظیم او ترسره شول، چې هغه هېوادونه هم پرې آګاه دي.» مولوي ذبیح الله مجاهد د خپل کنفرانس په څنډه کې ویلي چې د داعش د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د ده نږدې همکاران عبدالحکیم توحیدي، سلطان عزیز عزام او د داعش له مرکزي څانګې سره د اړیکو تنظیموونکی صلاح الدین رجب د پاکستان په خاوره کې موجود او پټ دي، پاکستان دې یاد کسان یا له خپلې خاورې وشړي او یادې افغان حکومت ته وسپاري.
ښاغلي مجاهد د پاکستان په پوځ کې ځینو کړیو ته په اشارې ویلي چې یادې کړۍ د افغانستان پر خلاف پر هر سیمه ییز او نړیوال دریځ د افغانستان پروپاګند کوي او د افغانستان پرمختګ نه شي زغملای. د نوموړي په قول، دا اشخاص د افغانانو ترمنځ درز پیدا کوي او د فرضي کرښې په اوږدو کې شخړو ته لمن وهي.
په لنډه توګه ویلی شو چې یو اباد او په خپلو پښو ولاړ افغانستان نه یوازې د ګاونډیانو؛ بلکې د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی. سیمه او نړۍ باید پوهه وي، چې افغانستان کې هر ډول ناامني او بې ثباتي د سیمې او نړۍ وضعیت ترېنګلولای شي. افغان حکومت اوسمهال هېواد دننه پر اقتصادي او سیاسي ټیکاو بوخت دی او هېڅ وخت د کوم هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لېوالتیا نه لري او له نورو هېوادونو یې هم د ورته کړنې غوښتنه کړې. افغان لوري تل پاکستان ته د ګډو اړیکو او رښتینې همکارۍ بلنه ورکړې خو اسلام اباد سرغړاندي کړې او په ځواب کې یې افغان خاوره کې خپلو شومو موخو ته بدیلې او ناقانوني لارې لټولي دي. یاد هېواد باید پوه شي چې افغانان اوسمهال له بل هر وخت پر خپل حکومت او خاورې کلک راټول دي او د هر تېرېګر د نوک ځواب په سوک ورکولای شي.
#امیدراډیو

