ډېر لوستل شوي

د عراق پارلماني ټاکنې د بې‌باورۍ تر سیوري لاندې ترسره شوې

د عراق پارلماني ټاکنې د خلکو د کم ګډون او د سیاسي بې‌باورۍ په فضا کې ترسره شوې دي.
د راپورونو له مخې، ګڼ شمېر ځوانان دغه ټاکنې د پیاوړو ګوندونو ترمنځ د تېلو له شتمنیو د بیا وېش یوه سیاسي وسیله بولي.
د رویټرز د راپور له مخې، د سې‌شنبې تر غرمې پورې د «رای ورکوونکو» ګډون شاوخوا ۲۳ سلنه ثبت شوی و، چې دا د عراق د وروستیو ټاکنو له ټیټ ګډونونو څخه شمېرل کېږي.
ويل‌کېږي، د دغو ټاکنو وروستۍ پایله به راتلونکې اوونۍ اعلان شي.

اړوند خبرونه