ډېر لوستل شوي

ملا برادر اخوند پاکستان کې افغان پانګوالو ته: خپلې پانګې او سوداګریز توکي له پاکستان وباسئ

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند نن په کابل کې له افغان سوداګرو او صنعتکارانو سره ناسته کړې ده.

ښاغلي برادر اخوند په دې ناسته کې پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې له افغانستان سره دې سوداګري نه‌سياسي ‌کوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زياته کړې: “افغانستان اوس له هغه وضعیت راوتلی، چې د یو هېواد د بندیز یا د دروازو د تړل کېدو له امله به د توکو بیې لوړېدې، ځکه اوس هېواد ګڼې بدیلې سوداګرۍ لارې لري.”

اقتصادي مرستيال ټولو سوداګرو ته سپارښتنه کړې، چې خپلې سوداګریزې توکې او پانګې له پاکستانه وباسي او بدیله لاره ورته ومومي. ملا عبدالغني برادر اخوند همداراز د مالیې وزارت ته لارښوونه کړې، چې له پاکستان څخه د واردېدونکو توکو د راتګ اجازه ور نه‌کړي.

اړوند خبرونه