د افغانستان او اوزبيکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه په جوړه شوې غونډه کې د دواړو هېوادونو سوداګرو د ۳۰۰ میلیونه ډالرو څخه په زیاته ارزښت ۲۵ سوداګریز هوکړهليکونه لاسليک شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نورالدين عزيزي په حواله ويلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره قوي اراده شته او په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې بېساری پرمختګ کړی دی.
ښاغلي عزيزي د ۲۰۲۵ کال کې د سوداګرۍ د کچې پر زیاتوالي او د همکاریو د لا پراختیا پر ظرفیت هم ټینګار کړی دی.
بلخوا د اوزبيکستان د سیردریا والي «ارکینجون توردیموف» د دواړو هېوادونو تاریخي او اقتصادي اړیکې مهمې بللې او د صنعت، ګډو پروژو او پانګونې په برخو کې یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه سوداګریز تړونونه د ودانیزوــ خوراکي توکو، کرنې، فرنیچر، جامو او درملو په برخو کې لاسلیک شوي، چې موخه یې د دوهاړخیزې سوداګرۍ پراختيا او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړتیاوو پوره کول دي.

