د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د افغانستان او پاکستاني رژيم ترمنځ د وروستیو نښتو د زیاتېدو او پر ملکي وګړو د هغې د اغېزو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د سرمنشې وياند «استيفان دو جاريک» په يوې خبري ناسته کې ويلي، سرمنشي له کابل او اسلاماباد څخه غوښتي چې روانې نښتې ژر تر ژره ودروي او خپلې ستونزې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د ملګرو ملتونو ویاند زیاته کړې، چې د دې سازمان بشردوستانه همکاران د دوهاړخیزو بریدونو له امله، په ځانګړې توګه د تورخم کې د کډوالو پر کمپونو د احتمالي اغېزو په اړه اندېښمن دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه له ټولو ښکېلو لورو غواړي څو د نړیوال بشري حقونو له اصولو سره سم خپل تعهدات مراعات کړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي. دا په داسې مهال ده، چې په دې وروستيو کې د پاکستاني رژيم له لوري د افغانستان په خاوره د غيري نظامي او ملکي سيمې بمبار او په نښه کړې دي.

