ډېر لوستل شوي

پر ايران د امريکا او اسراييلو له بريدونو وروسته؛ درې زره الوتنې لغوه او نږدې یو میلیون مسافر اغېزمن شوي

د هوايي چلند د تحلیل شرکت «سیریوم» ویلي، پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته شاوخوا درې زره الوتنې لغوه شوې، چې له امله يې نږدې يو ميليون مسافر اغېزمن شوي دي.

د راپورونو له مخې، که څه هم د سې شنبې په ورځ یو شمېر الوتنې بېرته پیل شوې، خو لا هم ګڼو هېوادونو خپل هوايي حریمونه تړلي ساتلي دي.

په ورته مهال، اروپايي ټولنې خبر ورکړی، چې د منځني ختیځ له سیمو څخه د خپلو وګړو د ایستلو لپاره ځانګړي پروازونه پیل کړي دي. امریکا او اسراییلو د شنبې په ورځ پر ایران بریدونه وکړل او ایران هم په ځواب کې د منځني ختیځ په یو شمېر هېوادونو کې امریکايي اډې په نښه کړې دي.

اړوند خبرونه