د دوحې درېیمه ناسته کې د ګڼو هېوادونو څرګندونې؛ تهران: اسلامي امارت خپل سیاست اقتصاد محوره ګرځولی

د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګڼو هېوادونو استازو د اسلامي امارت له دریځ څخه ننګه کړې او د افغانستان د شته وضعیت په تړاو یې بېلابېلې څرګندونې کړي دي.

یاده غونډې کې د امریکا استازي ټام ویسټ ویلي چې اسیایي او نړیوال بانک دې کابل کې خپل فعالیت پیل کړي. نوموړي د امنیت ټینګښت، حکومتولي او د فساد په مخنیوي کې د افغان حکومت هڅې ستایلي دي.

قرغز استازي افغانستان ته په لوړه کچه د سفرونو غوښتنه کړې او په وینا یې د هېوادونه دودونه او کورني موضوعات باید دوی ته پرېښودل شي.

د تهران استازي حسن کاظمي قمي ویلي چې اسلامي امارت خپل سیاست اقتصاد محوره ګرځولی چې دا یو ښه ګام دی. نوموړي زیاته کړې چې اقتصادي پیاوړتیا د افغانانو ستونزې حلولی شي.

د بریتانیې استازي افغان حکومت سره د سوداګرۍ برخه کې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې ده. بل پلو، د پیکېنګ استازي د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ او افغانستان بانک راپورونه ستایلي او مسلکي یې بللي دي.

د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف غوښتنه کړې چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید ازادې شي.

د پاکستان استازي اصف دراني افغانستان کې د اقتصادي پروژو ملاتړ کړی او په وینا یې افغان زده کړیالانو ته تحصیلي فرصتونه برابروي.

د یادونې وړ ده چې د دوحې دوه ورځنۍ ناسته پرون(دوشنبه، چنګاښ ۱۲مه) پای ته ورسېده. ددې غونډې کوربتوب له ملګرو ملتونو سره و او افغان پلاوي پکې د مولوي ذبیح الله مجاهد په مشرۍ ګډون کړی و.

RELATED ARTICLES

Most Popular