پربیننده‌ ترین‌ها

د مسکوـ کییف تېرو دوو کلونو جګړه؛ د روسیې په پرتله ۴ برابره زیات اوکرایني نظامیان وژل شوي

د روسیې او اوکراین په جګړو کې تر دې دمه تر ۶۰ زرو د زیاتو عسکرو د مړینې او د ۴۰۰ زره نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
بل پلو، د روسي وژل شویو سرتېرو شمېر د ۱۴ او ۱۶ زرو ترمنځ اټکل شوی دی.
دا شمېرې د خبري اژانسونو او ازادو رسنیو له قوله خپرې شوي دي.
ویل کیږي چې په تېرو ۸۰ کلونو کې روسي عسکر په دومره کچه په بهرنیو جګړو کې نه وو وژل شوي.
یاده دې شي، چې دواړو هېوادونو د خپلو تلفاتو دقیق ارقام نه دي خپاره کړي.

خبر های مرتبط