د وزيرانو شوراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند ويلي، چې اسلامي امارت راستنېدونکو صنعت کارانو او پانګوالو ته په صنعتي برخو کې ځمکې، امتيازونه او نورې اسانتياوې په پام کې نيولې دي.
ښاغلي برادر دغه څرګندونې نن (پنجشنبه، مرغومې ۲۷مه) په کابل کې “په افغانستان کې پانګونې ته بلنه” په نوم جوړ شوي کنفرانس کې کړې دي.
په دې کنفرانس کې د کابينې يو شمېر غړو، د بهرنيو هېوادونو سفيرانو، د نړيوالو بنسټونو استازو، ملي سوداګرو، پانګوالو او د خصوصي سکټور استازو هم ګډون کړی وو. دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې، د نویو کاري فرصتونو په رامنځته کولو، له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او دغه راز د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه اساسي ګامونه اخېستي دي.