د رييسالوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ تېره ورځ (دوشنبه، غويي۱۵مه) د کابينې شلمه ناسته ترسره شوه.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې ناسته کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رييس عبدالقاهر په مشرۍ یو پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د هېواد د نفوسو د سرشمېرنې په تړاو غونډه ترسره کړي او د سرشمېرنې اړوند جوړه شوې طرحه و ارزوي. دغه راز د کور او ښار جوړولو وزارت ته هم سپارښتنه شوې، چې د ودانیو نقشو د ویزې اړوند چارې چټکې کړي.