پربیننده‌ ترین‌ها

د ایران – اسرائیل جګړه؛ د ټرمپ پر میز وېشلي وړاندیزونه

 د یو شمېر امریکایي رسنیو د معلوماتو له مخې، وروسته له هغه چې د امریکا محاسبه د ایران او اسرائیل د مخامخ جګړې په اړه ناسمه وخته، اوس په سپینه ماڼۍ کې د واحد دریځ پرځای د چارواکو او سیاسیونو ترمنځ نظرونه وېشل شوي دي. 

د راپورونو له مخې چې د دغو سیاسیونو یوه ډله وايي چې امریکا دې مخامخ د جګړې ډګر ته ووځي، په داسې حال کې چې بل ډله بیا ‘د صهیویستي رژیم په ملاتړ’ پر غیرمستقیمې ښکېلتیا ټینګار کوي.

 دغه مخالف لیدلوری او نظرونه داسې مهال مطرح کیږي چې تهران په خپلو توغندیزو بریدونو «تل ابیب» ته سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي، هغه څه چې د امریکا او اسرائیلو حکومتونو یې اټکل نه کاوه.

دغه راز اسرائیل هم د ایران لوړپوړي چارواکي په نښه او له منځه یوړل، کوم چې ایراني چارواکو ته په نظامي برخه کې ستر ګذار بلل کیږي.

د ویلو ده چې د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړه دویمې اوونۍ ته غځېدلې خو لاهم یو پر بل د سختو ګذارونو ادعاوې کوي. د دې جګړې له امله دواړه لوریو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

خبر های مرتبط