پربیننده‌ ترین‌ها

کندهار کې د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت یو کوچنی بند جوړېږي

د کندهار په «ارغنداب» ولسوالۍ کې د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت د یو کوچني بند د جوړولو کارونه پیل شوي دي. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا بند له وچکالۍ سره د مبارزې او د ځمکو د خړوبولو په موخه د خلکو په شخصي لګښت جوړېږي. 

ویل کېږي چې د دغه بند په جوړېدو سره به په یاده ولسوالۍ کې کرنه وغوړېږي او حاصلات به ورسره زیات شي.  

بلخوا د ارغنداب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د دغه بند جوړولو ته خوښ دي او په وینا یې چې په جوړېدو سره به یې شاوخوا لس زره کورنۍ آبادې شي. 

تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو لسګونه کوچني او لوی بندونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي. 

د ویلو ده چې نن سبا په هېواد کې ورته بندونه د سېلابي اوبو د کنترول، تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړېدو او د وچکالي د مخنیوي لپاره ګټور بلل شوي دي.

خبر های مرتبط