د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد او د ریاستالوزرا د دفتر مرستیال تېره شپه په ورېښمو پله کې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د خدمتي کمېټو د چارو له بهیر څخه څارنه کړې ده.
د ياد ولايت د رسنيو دفتر وايي، په دې لیدنه کې د اسلامي امارت او ملي سوداګرو له لوري د برابر شوي خوراکي او غیرخوراکي توکو او دغه راز د راستنېدونکو کډوالو حالت له نږدې ارزول شوی دی.
نیمروز والي د ولایتي ادارې مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د راستنېدونکو کډوالو د ښه پالنې او خدمت په برخه کې لا زیات تمرکز وکړي. د ولایت مقام د معلوماتو له مخې، په خدماتي کمېټو کې ټولو راستنېدونکو ته درې وخته خواړه، د څښاک پاکې اوبه، جوس، روغتیایي خدمتونه او د ټرانسپورټ اسانتیاوې برابرې شوې دي.