پربیننده‌ ترین‌ها

پنجاب کې «ټي‌ټي‌پي» خپل شتون اعلان کړی

د تحريک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د پنجاب والي عمر معاویه په خپره کړې یوې ویډیو کې خپل شتون اعلان کړی دی.

نوموړي په خپره کړې ويډيو کې د پاکستان پوځي رژیم ته خبرداری ورکړی، چې په پنجاب کې به خپله مبارزه د شریعت، حق او عدالت د تأمین لپاره دايمي ساتي.

معاويه زياته کړې چې دوی به تر هغه خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، تر څو يې په پنجاب او ټول پاکستان کې اسلامي او شرعي نظام نه وي رامنځته کړی. دا په داسې مهال ده، چې په دې وروستيو کې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د «ټي‌ټي‌پي» فعاليتونه پراخ شوي او تر دې مهاله يې د پاکستان ګڼې سيمې په واک کې راوستې دي.

خبر های مرتبط