د کندهار په «ارغنداب» ولسوالۍ کې د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت د یو کوچني بند د جوړولو کارونه پیل شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا بند له وچکالۍ سره د مبارزې او د ځمکو د خړوبولو په موخه د خلکو په شخصي لګښت جوړېږي.
ویل کېږي چې د دغه بند په جوړېدو سره به په یاده ولسوالۍ کې کرنه وغوړېږي او حاصلات به ورسره زیات شي.
بلخوا د ارغنداب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د دغه بند جوړولو ته خوښ دي او په وینا یې چې په جوړېدو سره به یې شاوخوا لس زره کورنۍ آبادې شي.
تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو لسګونه کوچني او لوی بندونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د ویلو ده چې نن سبا په هېواد کې ورته بندونه د سېلابي اوبو د کنترول، تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړېدو او د وچکالي د مخنیوي لپاره ګټور بلل شوي دي.