د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د روانې اوونۍ په لړ کې د پاکستان له بندخونو ۲۰۰ تنه افغان کډوال ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
ياد وزارت د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک د لېږد امریت په حواله ويلي، یاد کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې په بندخونه کې ساتل شوي وو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ازاد شوي کډوال تر راستنېدو، په سپین بولدک کې له ثبت او د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته هم لېږدول شوي دي.

