د اسلامي امارت مشرتابه د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته مبارکي ورکړې او د اسلامي امت د یووالي او بریا لپاره یې دعا کړې ده.
د اسلامي امارت مشرتابه په خپل پیغام کې ویلي، اسلامي امارت د نړۍ په هره برخه کې د مسلمانانو پر وړاندې ناوړه کړنې او د هغوی پر حقونو تېری ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
رهبر د اسلامي امت لپاره د عزت، اتفاق او بریا دعا کړې او له الله تعالی څخه یې غوښتي چې مسلمانان له هر ډول آفتونو، ستونزو او ناخوالو څخه وساتي.
د اسلامي امارت مشرتابه همداراز شهیدانو ته د لوړو درجو، ټپیانو او ناروغانو ته د عاجلې روغتیا دعا کړې ده.

