د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، د دغه هېواد اووه مادهییزه طرحه د قطر له لارې امریکا ته وړاندې شوې او تهران د واشنګټن ځواب ته منتظر دی.
عراقچي ټینګار کړی چې د ایران د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه د دغه هېواد په دریځ او شرطونو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، تمه ده چې د امریکا ځواب په راتلونکو ساعتونو کې د منځګړو له لارې ایران ته ولېږدول شي.

