پربیننده‌ ترین‌ها

لغمان کې ۳۱۶ تنه زده‌کوونکو ته ښوونيز خدمتونه وړاندې شوي

افغاني سرې مياشتې ټولنې په لغمان ولايت کې ۳۱۶ تنه زده‌کوونکو ته د ښوونيزو خدمتونو د وړاندې کولو خبر ورکړی دی.

دې ټولنې ويلي، چې د ياد ولايت په مرکز کې د تېرو ۳ مياشتو په ترڅ کې ۳۱۶ زده‌کوونکو ته د اسلامي ښوونې، نبوي سيرت، ليک او لوست، رياضي، انګليسي او کمپيوټر برخو کې د زده‌کړو زمينه برابره شوې ده. د مسوولينو په خبره، چې په ياده موده کې ۳۶ تنه زده‌کوونکي د زده‌کړو له بشپړولو وروسته فارغ او پاتې ۲۸۰ تنه لا هم په زده‌کړو بوخت دي.

خبر های مرتبط