زموږ په اړه

امید راډیو خپلواکه او بېطرفه رسنۍ ده. امید راډیو د لومړي ځل لپاره خپل نشرات د ۱۴۰۱ هـ.ش لمریز د سلواغې (دلوې) په شپږمه نېټه د «حقیقت پر لور دریڅه» تر شعار لاندې له کابل څخه د قران‌کریم په تلاوت پیل کړل. 

امید راډیو د پلازمېنې ترڅنګ په کندهار، هرات، بلخ، کندز، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم نږدې ۱۵ میلیونه اورېدونکي لري، او همداراز په سټلایت له هېواد څخه بهر هم اورېدل کېدای شي.

امید راډیو پر اسلامي، سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي خپرونو سربېره د عامه‌پوهاوي په برخه کې ګټور او په زړه‌پورې مطالب خپروي.