ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزارت پر غزې د اسراییلو تازه بریدونو ته غبرګون ښودلی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر غزې تړانګې د اسراییلو د بریدونو بیا پیلېدل غندلي او دا حملې یې «وحشیانه» بللې دي.

د اسراییل او حماس ترمنځ اووه‌ورځنی اوربند پرون جمعه د لیندۍ ۱۰مه پایته ورسېد او رسنیو نن پر غزې د بریدونو له امله د لسګونه فلسطینیانو د وژل‌کېدو خبر ورکړی دی.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: “تیره ورځ صهيونيستي یرغلګرو یو ځل بیا وحشیانه بریدونه پیل کړي چې د تیرو نږدې شل زره شهیدانو او شپږدیرش زره ټپیانو سربیره تر دې دمه نږدې ٢٠٠ تنه نور ملکيان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، په شهادت رسيدلي، ۶۰۰ نور ټپیان شوي او ګڼ شمیر یې لا هم تر نړیدلو ودانيو لاندې لادرکه دي.”

بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه په کلکه غندلي او د سملاسي درېدو غوښتنه یې کړې ده.

بلخوا د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي چې د غزې پر ځینو برخو د اسراییلو د تازه بریدونو له امله ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

اړوند خبرونه