ډېر لوستل شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت: د نفتو په برخه کې ۱۷ څاګانې فعالې دي

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د تېلو او ګازو د استخراج هڅې پیل شوې او د نفتو د ۱۷ څاګانو په فعالېدو سره به په دې برخه کې لس سلنه اړتیا پوره شي. 

د دغه وزارت ویاند «همایون افغان» رسنیو ته ویلي چې د یادو حوزو د کشف او استخراج وروسته به افغانستان د نفتو او ګازو له پلوه پر ځان بسیا او په راتلونکي کې به د تېلو په صادروونکو هېوادونو کې وشمېرل شي.

ښاغلي افغان دا هم ویلي چې افغانستان د نفتو او ګازو له اړخه غني هېواد دی، خو په وینا یې چې په تېرو کلونو کې له یادو زېرمو سمه ګټه نه ده اخیستل شوې.

 د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ټینګار کړی چې هڅه کوي له شبرغان څخه تر مزار پورې د ګازو پایپ‌لاین په غځېدو سره د ګازو نورې څاګانې هم کشف شي. یاد وزارت همداراز له شبرغان څخه مزار شریف ښار ته له وخت مخکې د غځېدونکې نل‌ليکې د هغو چارو د بشپېړېدو خبر هم ورکړی چې د سږ کال لپاره په پلان کې نیول شوې وې.

اړوند خبرونه