ډېر لوستل شوي

په ۳۴ ولایتونو کې د څښاک اوبو د سلګونه پروژو چارې روانې دي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د نږدې څلور سوه د څښاک اوبو د رسونې پروژې پیل شوې دي.

د یاد وزارت ویاند، ملا نورالهادی عادل ویلي چې دا پروژې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسف لخوا د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.

د ښاغلي عادل په وینا چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به شپږ میلیونه ۷۰۰ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند دا هم ویلي چې پر دغو پروژو سربېره په تېر نظام کې د بهرنیو موسسو لخوا د پیل شویو زرګونه نورو پروژو چارې هم په ټپه ولاړې چې نړیوالې موسسې یې باید بېرته کارونه پیل کړي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د څښاک پاکو اوبو د رسونې سلګونه پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

اړوند خبرونه