د بغلان د ټولګټو چارو ریاست وايي چې د یاد ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د «بوغابي کوتل» د سړک کانکرېټ چارې نږدې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د یاد ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي چې د بوغابي کوتل سړک ۲ زره ۱۷۷ متره اوږدوالی لري او په رغېدو یې شاوخوا ۷۱ میلیونه افغانۍ مصرف راځي.
د بغلان د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو دا هم ویلي چې د یادې سړک د کانکرېټ پاتې ۲۰ سلنه چارې به هم په راتلونکو ورځو کې بشپړې شي.
بلخوا د بغلان ځایي مسوولینو ټینګار کړی چې دوی په یاد ولایت کې د ورته پروژو ملاتړ کوي او په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د اسانتیاوو د رامنځتهکېدو لپاره هڅې کوي.
د ویلو ده چې روان کال د هېواد په ډېرو سیمو کې د ورته پروژو چارې پیل شوې چې د ځینو کارونه یې بشپړ او د ځینو هغو یې بشپړېدو ته نږدې دي.