ډېر لوستل شوي

ملګرو ملتونو له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکي «ډنیل انډرېس» وایي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو را ایستل بشري ناورین زیاتوي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د راستنېدونکو افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښوولې او له دوی سره یې پر بېړني لاسنیوي ټینګار کړی دی. 

ښاغلي انډرېس ویلي چې هره ورځ زرګونه افغانان له پاکستانه راستنېږي، چې دې چارې دوی هم له لوړ فشار سره مخ کړي دي. 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکي له مرستندویه هېوادونو او بنسټونو غوښتي چې د راستنو شویو افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

ملګري ملتونه داسې مهال د ډېرو مرستو غوښتنه کوي چې تازه اروپايي ټولنې بیا له افغانانو سره د نژدې ۱۴۳ ميليون يورو نورې بشري مرستې اعلان کړې دي.

د ویلو ده چې پاکستاني حکومت کډوالو ته د ضرب‌الاجل له پوره‌کېدو وروسته له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې او د یاد هېواد چارواکو ټینګار کړی چې هلته به هېڅ «غیرقانوني» کډوال ته د اوسېدو اجازه ور نه کړي.

اړوند خبرونه