ډېر لوستل شوي

“اسلامي امارت په ادارو کې د مسلکي کسانو ګمارلو ته ژمن دی”

د خوړو او درملو ملي ادارې د نږدې ۵ سوه بستونو لپاره د الکترونیکي ازموینې د پرانیسته کړې او په یادو ازموینو کې یې د روڼتیا ډاډ  ورکړی دی.

د دې ادارې مشر «ډاکتر عبدالباري عمر» ویلي چې اسلامي امارت په ادارو کې د مسلکي کسانو ګمارلو ته ژمن دی او ډاډ یې ورکړی چې په دغو آزموینو کې هېڅوک د پېژندنې او واسطې پر بنسټ نه ټاکل کېږي.

ښاغلي عمر دا هم ویلي چې هېوادوالو ته د ښو چوپړتیاوو د وړاندې کولو په موخه ۴۹۷  بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان کړي چې ۹۲ بست یې مرکز او ۴۰۵ بست یې بیلابېلو ولایتونو ته ځانګړي شوي دي.

بلخوا د چارو ادارې لوی رییس، شیخ نورالحق انور، د الکټرونيکي آزموینې له لارې د مسلکي اشخاصو ګمارنه ښه ګام بللی او ویلي یې دي چې باید وړ او مسلکي کسانو په اداراتو کې په دندو وګمارل شي.

دا ازموینه کې چې له دوه‌نیم زرو ډېرو ګډ‌وانوالو د هېواد له بیلابېلو برخو څخه په کې ګډون کړی و، د ازادې ازموینې له لارې به په اړوندو بستونو کې وګمارل شي.

اړوند خبرونه