ډېر لوستل شوي

ستندرد ملي ادارې ۱۲ ټانکره بې‌کیفیته تیل بېرته ایران ته ورلېږلي

د اسلامي امارت ستندرد ملي اداره وايي چې د بې‌کیفیته توکو د مستردکېدو په دوام یې یو ځل بیا ایران ته د بې‌کیفیته تېلو ۱۲ ټانکر بېرته ایران ته ورګرځولي دي. 

دې ادارې نن دوشنبه د لیندۍ ۲۰مه په اېکس پاڼه لیکلي چې دا ټانکر د ‘فراه ۷۸ میل بندر’ له لارې بېرته ایران ته ورلېږلي دي.

دې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتي چې هېواد ته د بې‌کیفیته توکو له واردولو ډډه وکړي، ګېني له قانوني چلند سره به مخ شي.

د اسلامي امارت ستندرد ملي ادارې تر دې وړاندې هم ایران ته د بې‌کیفیته توکو سلګونه ټانکر بېرته ایران ته ورلېږلي دي. 

ستندرد ملي ادارې ویلي ایران ته د بې‌کیفیته تېلو ټانکر د دې ادارې له ستندردونو سره د نه‌مطابقت له امله بېرته ایران ته ور لېږل شوي دي.

اړوند خبرونه