ډېر لوستل شوي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، نږدې ۶ سوه ۴۰ زره بې سرپرسته او معلول هېوادوال له دوی سره ثبت دي

ددغه وزارت د ویاند په وینا، چې روان کال دغو کورنیو سره د مرستو په موخه ۱۲ میلیارده بودیجه دغه وزارت لپاره ځانګړې شوې وه،چې په تېرو شپږو میاشتو کې لس زره او ۵ سوه میلیونه افغانۍ په دغو کورنیو ویشلي دي.
نوموړی دغه راز زیاتوي، چې بې سرپرسته کورنیو او معلولو هېوادوالو لپاره یې د لاډېرو مرستو برابرولو په موخه له یو شمېر بنسټونو سره تړونونه هم لاسلیک کړي او دغه راز هغه معلول هېوادوال چې کاري وړتیا ولري،د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې .
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند، مفتي فیصل خاموش امید راډیو سره په خبرو کې وایي، چې نږدې ۶ سوه ۴۰ زره بې سرپرسته او معلول هېوادوال له دوی سره ثبت دي.
د نوموړي په وینا، چې په دغو ثبت شویو هېوادوالو کې ۳ سوه ۷۰ زره یې بې سرپرسته ماشومان، ۸۲ زره یې کونډې او ۱۸۰ زره یې معلولین دي.

ښاغلی خاموش وایي، چې روان کال دغو کورنیو سره د مرستې په موخه ۱۲ میلیارده بودیجه دغه وزارت لپاره ځانګړې شوې وه، چې په تېرو شپږو میاشتو کې لس زره او ۵ سوه میلیونه افغانۍ په دغو کورنیو ویشلي دي.
نوموړی دغه راز زیاتوي، چې له بې سرپرسته او معلولو هېوادوالو سره د مرستې په موخه یو شمېر بنسټونو او مرستندیو موسسو هم همکاري کړې او روان کال ۹۰ زرو بې سرپرسته او معلولو هېوادوالو ته ددغو موسسو او بنسټونو له لوري نغدي او غیر نغدي مرستې ویشل شوې دي.

ښاغلی خاموش وایي، چې بې سرپرسته کورنیو او معلولو هېوادوالو لپاره یې د لاډېرو مرستو برابرولو په موخه له یو شمېر بنسټونو سره تړونونه هم لاسلیک کړي او دغه راز هغه معلول هېوادوال چې کاري وړتیا ولري،د حرفوي زدکړو زمینه هم برابره کړې ده.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، چې اوس مهال یوازې پلازمېنه کابل کې د معلولو هېوادوالو لپاره یې د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې او پام کې لري څو راتلونکي کې دغه لړۍ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم په لاره واچوي.

اړوند خبرونه