د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په وینا، چې اوس مهال له ۷ میلیونو ډېر افغان کډوالو په ګاونډیو هېوادونو کې میشت دي او له دغه هېوادونو غواړي څو د نړیوالو اصولو په پام کې نیولو سره د کډوالو له جبري اېستلو او ناوړه چلند څخه لاس پر سر شي.
اخوا د ریاست الوزرا اداري مرستیال، هم له افغان کډوالو سره د ګاونډیو هېوادونو چلند د نړیوالو معیارونو او د ګاونډیتوب د حق خلاف عمل بولي او زیاتوي، چې تر دې دمه له پاکستانه، څه دباسه ۵۸ زره راېستل شوې کډوالې کورنۍ له دوی سره ثبت شوې دي.
د ډسمبر ۱۸ مه د کډوالۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، سرپرست، مولوي خلیل الرحمن حقاني د همدې ورځې په مناسبت ناسته کې وایي، چې په تېرو شلو کلونو کې امریکا په افغانستان ډېر جنګي جنایتونه ترسره او بې اتفاقۍ ته یې لمن ووهله، چې پایله کې ډېری افغانان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شول.
ښاغلی حقاني دغه راز وایي، چې اوس مهال له ۷ میلیونو ډېر افغان کډوالو په ګاونډیو هېوادونو کې میشت دي او له دغه هېوادونو غواړي څو د نړیوالو اصولو په پام کې نیولو سره د کډوالو له جبري اېستلو او ناوړه چلند څخه لاس پر سر شي
اخوا د ریاست االوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، هم له افغان کډوالو سره د ګاونډیو هېوادونو چلند د نړیوالو معیارونو او د ګاونډیتوب د حق خلاف عمل بولي او زیاتوي، چې تر دې دمه له پاکستانه څه دباسه ۵۸ زره راېستل شوې کډوالې کورنۍ له دوی سره ثبت شوې او تر ۱۳ زره ډېرې کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
له بل لوري، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخند، له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو داېستلو او په غزه کې د روان “ناورین” په اړه د نړیوالې ټولنې پر دوه ګونې چلند نیوکه کوي او زیاتوي، چې نړیواله ټولنه د افغان کډوال جبري اېستل او په غزه کې روان “ناورین” نه ویني.
ښاغلی برادر، له نړیوالې ټولنې غواړي څو د کډوالو حقونو ته درناوی وکړي او په غزه کې د روان “ناورین” مخه ونیسي.
مسوولین دغه راز وایي، چې هېواد ته له راستنېدونکو کډوالو سره یې مرستې دوام لري او تر دې دمه د کډوالو پر لېږد څه باندې ١٢ ميليونه افغانۍ لګول شوي او ٦٤ زرو ٣٩١ کسانو روغتيايي چوپرتیاووې ترلاسه کړي دي.